اسلام آباد: وزيراعظم هاؤس کښې وزيراعظم شهبازشريف او د بيلاروس صدر اليګزينډر لوکا شينکو مشترکه خبري کانفرنس کړې ۔
په دې موقع د وزيراعظم شهبازشريف وينا وه چې د بيلاروس صدر اوسنې دوره به د دوانړه هيوادونو لپاره مفيد ثابت شي، د دوانړو ملکونو وفود په کچ مذاکراتو کښې مختلف شعبو کښې په تعاون خبرې شويدې ۔
وزيراعظم شهبازشريف اووئيل چې بيلاروس سره کومې معاهدو لاس ليک شوې به هغې عمل درآمد يقيني کولې شي۔
پريس کانفرنس ته وينا کښې بيلاروسي صدر د پاکستان سره تعاؤن سيوا کوؤلو عزم څرګند کړيدې او وئيلي دي چې مختلف شعبو کښې همکاري سيوا کوؤلو لپاره په لوظنانو او مفاهمتي ياداشتونو لاس ليک شوې ۔
صدر لوکاشينکو په غوره ميزبانې باندې د وزيراعظم شهبازشريف شکريه هم ادا کړيده ۔