اسلام آباد: د اسلامي نظرياتي کونسل چئيرمين علامه ډاکټر راغب حسين نعيمي د وي پي اين استعمال غير شرعي ګرځولې دې ۔
ډاکټر راغب نعيمي وئيلي چې حکومت ته په شرعي توګه اختيار حاصل دې چې داسې ذرائعو په استعمال بنديز اولګوي چې لوجې ئۍ معاشرتي اقدار او د قانون پاسداري متاثره کيږې ۔
د اسلامي نظرياتي کونسل چيئرمين اووئيل چې د غير اخلاقي او توهين آميز موادو مخنيوي لپاره اقدامات کول ضروري دي ۔
بلخوا داخله وزارت پي ټي اے ته غير قانوني وي پي اين بندولو لپاره خط ليکلې چې پکښې موقف خپل کړې شوې چې ترهه ګرو ته وي پي اين استعمال سره بينک ټرانزيکشن کښې مرستي تر لاسه کيږي ۔