د بلوچستان په هرنايي ضلع کې د وطن په دفاع کې د شهيد ميجر محمد حسيب د جنازې لمونځ د راولپنډۍ په چکلاله ګيريژن کې ادا کړل شو.
په دستوره كښې د پوځ سرلښكر جنرال سيد عاصم منير او د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال پشمول لوړ پوړو پوځي او سول چارواكو، افسرانو، سرتېرو او د شهيدانو خپلوانو ګډون وكړو۔
په دې موقع دپوځ سرلښكر جنرال سيد عاصم منير ووئيل چې د زړورو افسرانو او اهلكارو قربانۍ د ترهه ګرۍ په ضد د هېواد دفاع لپاره د نه ستړي كېدونكو عزم بېلګه ده۔ هغه وویل چې ملت د فتنې الخوارج او د هغو د ځپلو په وړاندې په مبارزه کې د وسله والو ځواکونو او قانون نافذونکو ادارو ترڅنګ ولاړ دی.