پيښور کښې د يوي خبري کانفرنس په مهال د خېبرپښتونخوا پوليس انسپکټر جنرل اختر حيات خان ګنډاپوروئيلي چې کانسټيبل محمد ولي د پيښور رنګ روډ جملي چوک نه نيولي شوېدې ۔
آئي جي اختر حيات بخان ګنډاپور اووئيل چې پوليس لائن خودکش حملې پلټنې اودملزمانو خلاف کاروائي زموږ لپاره یو چيلنج وو ۔
اختر حيات ګنډاپور اووئيل چې ګرفتار پوليس کانسټيبل او د دۀ نورو ترهه ګر ملګرو پيښور کښې د نورو کاروائيانو منصوبه بندي کوله، کومه چې ناکامه کړې شويده ۔
د خېبرپښتونخوا آئي جي اووئيل چې ملزمانو خودکش حمله آور د خېبر باړې نه پیښور ته راوستې وو ،ولې بعضې کسانو د دې پېښې غلط تاثر ورکولو کوشش کړی وو ۔
د خبري غونډې په مهال د اقبال جرم په اړه د نيول شوې پوليس کانسټيبل محمد علي بيان هم ميډيا ته وړاندې كړې شوې په کوم کښې چې د ترهه ګرو مرکزي سهولت کار مهم انکشافات کړيدي ۔
د ترهه ګرو سهولت کار محمد ولي اووئيل چې څنګه یې ځان د ترهه ګرو مرستې کړې او په کومه طريقه ئې پوليس لائن پيښور ته خودکش حمله آور رسولو کښې خپل کردار لوبولې دې ۔
د ترهه ګرو سهولت کا محمد ولي وئيلي چې هغه په دوه زره نورلسم کښې د خېبر پښتونخوا پولیس کښې کانسټيبل په هيڅ بهرتي شوې وو، او تعلق ئې د پېښور سره دی ۔
محمد ولي اووئيل چې په دوه زره يويشتم کښې په فیس بُک د لارې جنیدنومې کس يو آښۍي ډي سره مې رابطه شوې وه، څوک چې د جماعت الاحرار سره تعلق ساتلو ۔
هغه اووئيل چې جنید سره مې ملاقات کول غوښتل ،دې لړ کښې دوه زره يويشتم کښې د چمن پولې د لارې افغانستان ته لاړم ،جنید سره مې په جلال آباد ملاقات اوکړون او بيا زۀ جنيد خپل ځان سره کنړ ولايت ته بوتلې وو۔
محمد ولي اووئيل چې د افغانستان په کنړ ولایت کښې مې د ترهه ګرو له قومندان صلاح الدین او مکرم خراساني سره ملاقات شوې وو ۔ او بيا زۀ جماعت الاحرار سره يو شوې ووم۔
محمد علي خپل اقبال جرم بيان کښې مخکښې اووئيل چې په جماعت الاحرار کښې مې د ترهه ګرو د کمانډر ملا یوسف په لاس بيعت اوکړو او دا شان زۀ د ترهه ګرو دغه جماعت کښې شامل شوم ۔
هغه اووئيل چې جماعت الاحرار سره د یوځائې کیدو په وخت کښې شل زره روپۍ ميلاؤ شوې وې ، زه د افغان ځواکونو لخوا ګرفتارشوې هم ووم، ولې د جماعت الاحرار په وينا رها کړې شوې ووم ۔
محمد ولي مطابق جنيد راته وئيلي وو چې دوه زره دري ويشتم کښې د جنورۍ په مياشت کښې د کمانډر خالد خراساني د شهادت اخستل دي ۔
ګرفتار ترهه ګر محمد ولي اووئيل چې دوه زره دري ويشتم کښې زما ډيوټي پيښور پوليس لائن کښې وه، او مما د دې پوليس لائن تصويرونه او نقشه جنيد ته ټيليګرام کړې وه ،په شلمه جنورۍ مې د پوليس لائن جومات څارنه مې کړې وه ۔
محمد ولي مطابق بيا مې په شلمه جنورۍ خودکش حمله آور خيبر نه ځان سره راوستو ،د حمله آور نوم قاري او افغانستانې وو،دې نه پس مې خودکش حمله آور رحمان بابا اديرې ته په موټرسائيکل راوستو ۔
محمد ولي اووئيل چې دغه شان بيا ما حمله آور ته د پوليسو وردي او خودکش جيکټ واچولو، او پوليس لائن سره نيزدې مې پريښودو، او زۀ کور ته واپس راغلم، چې خودکش حمله اوشوه نو بيا مې جنيد ته په ټيليګرام پيغام اوليږلو چې خودکش حمله کاميابۍ سره شوې ده ، او بيا ماله دوه لکه روپې ميلاؤ شوې وې ۔ کومې چې ما هنډۍ په ذريعه وصول کړې وې ۔
هغه زياته کړې چې پوليس لائن حملې نه علاوه هم مونږ يو شمير د ترهه ګرۍ کاروائيانې کړې دي ، جنوري دوه زره دوه ويشتم کښې مو عيسائي پادري پيښور کښې قتل کړې وو،پيښور کښې آئي اي ډې چاودنې هم کړي ،ګيلاني مارکيټ کښې مو د لاسي بم حمله هم کړې وه ،لاهور کښې د جماعت الاحرار يو دهشتګرد سيف الله ته مې وسله رسولې وه، او هغه يو قاديانې هم قتل کړې وو۔
محمد ولي مخکښې اووئيل چې د روان کال مارچ مياشت کښې مې لاهور کښې فيضان بټ سره رابطه شوې وه، هغه ته مې وسله رسولې وه او بيا هغه دوه پوليس اهلکاران قتل کړې وو ،پيښور کښې مې يو شمير ترهه ګرو ته بارودي مواد رسولو ذمه وارۍ ترسره کړېدي ۔