د شنګهائي تعاون تنظيم اجلاس انتظاماتو جاج اخستو لپاره اسلام آباد کښې د واک اهتمام شوې وو، واک کښې نائب وزيراعظم اسحاق ډار او وزير اطلاعات عطا تارړ نه علاوه نورو اعلیٰ چارواکو ګډون کړېدې، نائب وزيراعظم اسحاق ډار د انتظاماتو جاج اخستې او د اطمینان اظهار ئې کړېدې ۔
په دې موقع ميډيا سره خبرو کښې اسحاق ډار وئيلي دي چې شنګهائي تعاون تنظيم اجلاس اسلام آباد کښې منعقد کيږي، اجلاس کښې به رکن، مبصر ملکونو مشران او مندوبين شرکت کوي، پاکستان څو کاله پس د يو عالمي ايونټ ميزباني کوي، پاکستان به شاندار ميزباني احسن طريقے سره سر ته رسوي ۔
هغه اووئيل چې د بهارت خارجه وزير به اجلاس کښې ګډون کوي، ځينې ملکونو پاکستان وزيراعظم سره دواړه خيزه ملاقاتونو هم درخواست کړېدې، هند خارجه وزير دواړه خيزه ملاقات درخواست نه دې کړې او نه مونږ هغه ته ملاقات دعوت ورکړې، د چين وزيراعظم به اجلاس نه يو ورځ مخکښې راځي، د ملائيشيا وزيراعظم او سعودي وفد انتهائي کاميابې دورې کړيدي ۔
اسحاق ډار وووئيل پي ټي آئي ته ملکي مفاد کښې احتجاج کال واپس اخيستل پکار دي، د ميزبان ملک په حيث به هر ملک ته عزت او احترام ورکولې شي، پي ټي آئي دغه اقدام نه به مثبت پيغام نه ځي