د خارجه وزارت ترجمانې خپل يو بيان کښې وئيلي چې د چين وزيراعظم به سبا څوارلسم اکتوبر نه تر اوولسم اکتوبر پورې د پاکستان دوره کوي ۔
ترجماني وئيلي چې لي چيانګ سره به خارجه وزير ،تجارت وزير او د چين نور اعلیٰ چارواکي هم وفد کښې شامل وي ۔
ممتاز زهرا بلوچ وئيلي چې د چين وزيراعظم لي چيانګ به اسلام آباد کښې د نهې او شورو په ورځ کيدونکې شنګهائي تعاؤن تنظيم سرمشريزه غونډه کښې ګډون هم کوي۔
د ترجمانې ترمخه د چين وزيراعظم به صدر مملکت آصف علي زرداري ،وزيراعظم شهبازشريف پشمول نور سياسي او عسکري چارواکو سره ليدۀ کاتۀ کوي ۔
دې دوران به د چين او پاکستان وزرائے اعظم ترمينځ سي پيک، تجارتي اړيکو علاقائي او نړيوال معاملو باندې خبرې او مذاکرات هم کيږي ۔