اسلام آباد کښي خبري غونډې ته وينا په وخت د جے يو آئي امير مولانا فضل الرحمان د آرټيکل 63 اے په اړه د سپريم کورټ د فيصلې هرکلې کړې، او وئيلي دي چې فيصله خو منو ،ولې ميچ فکسنګ نۀ دي کول پکار ۔
مولانا فضل الرحمان اووئيل چې حکومت آئيني تراميم پيش کولو کښې ولې دومره تادې نه کار اخلي،دشنګهائي تعاون تنظيم اجلاس لپاره به غيرملکي ميلمانه پاکستان ته راځي ،حکومت دې اجلاس پورې د آئيني تراميم بل پيش کولو عمل موخر کړي ۔
د جے يو آئي امير مخکښې اووئيل چې داخلي او سياسي شخړې دې يکجهتۍ کښي بدل کړي شي ۔
مولانا فضل الرحمان اووئيل چې اپوزيشن ته اپيل کول غواړم چې دې دوران دې احتجاج نه کوي او خپل احتجاج دې اوځنډوي چې داولس دصفونو نه ميلمنو ته څه منفي پيغام لاړ نشي ۔
دپي ټي ايم په کسانو د تشدد په حواله د مولانا فضل الرحمان وينا وه چې دنظريے او بيان سره اختلاف کيدي شي ولې تشدد د مسئلو حل نه دے ۔
مولانا صيب زياته کړه چي يوه غير مسلح جرګه کيدونکي ده، که چرې څوک دا سوچ کوي چې دې کښې به د پاکستان مخالف عمل کيږي نو دا عمل به دنور اشتعال سبب جوړيږي ۔