قطر کښې د افغان طالبانو د سياسي دفتر مشر او متحده قامونو دپاره د موجوده حکومت نمائنده سهيل شاهين وئيلي دي چې د امارت اسلامي افغانستان د عوامو حمايت او په ټول ملک کښې کنټرول حاصلولو باوجود د متحده قامونو جنرل اسمبلۍ کښې د شرکت دعوت نۀ دې ورکړې شوې ۔
خپل يو بيان کښې سهيل شاهين وئيلي چې دا قسم سلوک د مسئلو حل نۀ دې بلکه فاصلې زياتوي،او د متحده قامونو د امارت اسلامي افغانستان سره د سياسي تعلقاتو پاليسۍ خلاف عمل دي ۔
ياده دې وي چې افغانستان کښې د افغان طالبانو د حکومت درې کاله پوره کيږي ،ولې تردې دمه متحده قامونو کښې افغان طالبانو ته نمائندګي نۀ ده ميلاؤ شوې ۔