پيښور هائيکورټ کښې د ججانو تعداد نور سيوا کولو حوالې سره وزارت قانون نوټي فکيشن جاري کړېدې ۔
د صدر مملکت آصف علي زرداري د منظورۍ نه پس وزارت قانون نوټي فکيشن جاري کړې، چې ترمخه به ئې پيښورهائيکورټ کښې لس نور ججان تعينات کولې شي ۔
نوټي فکيشن ترمخه پيښور هائيکورټ کښې د ججانو مجموعي تعداد ديرش ته اورسي ۔
دې نه وړاندې پيښور هائيکورټ کښې د ججانو تعداد شل وو ، ولې صوبائي حکومت دې لړ کښې وفاقي حکومت ته خط ليکلو وو۔
د صوبائي حکومت په خواست صدر مملکت منظوري ورکړې او وزارت قانون دې لړ کېښ نوټي فکيشن جاري کړېدې ۔