پاکستان تحريک انصاف په ټول ملک کښې د احتجاج شروع کولو فيصله کړې، دا فيصله پيښور سي ايم هاوس کښې رابللې شوې د تحريک انصاف کور کميټۍ غونډه کښې شويده ۔
پيښور کښې د تحريک انصاف کورکميټۍ غونډې روستو د پارټۍ مرکزي ليډرشپ خبرې غونډه کړې ۔
سيکريټري جنرل سلمان اکرم راجه وئيلي چې نن پاکستان په داسې ځائې ولاړ دې چې يو د ترقۍ او يو دتباهۍ لاره ده ۔
هغه اووئيل چې کومو حربو د لارې چې تحريک انصاف ديوال سره لګولې کيږي دا د ملک تباهي ده، نن هم تحريک انصاف د اولس په زړونو کښې اوسي ۔
سلمان اکرم راجه دا هم وئيلي چې د فارم 47 حکومت لګيا دے روزانه نوے قانون پاس کوي، د جلسې اجازت خو آئين ورکوي خو دوي يو ورځ مخکښې قانون جوړ کړو او جلسه ئې جرم اوګرځوله ۔
هغه زياته کړې چې مونږ ګورو چې بلوچستان کښې هم يو تحريک روان دے ماه رنګ بلوچ ته غلط وئيلو سره مسئله هواريږي نه ۔
په دې موقع قامي اسمبلۍ کښې اپوزيشن ليډر عمر ايوب وئيلي چې پنځه ويشت کروړه خلقو کور باندې حمله اوشوه، نهم ستمبر د ملک د تاريخ يوه توره ورځ ده،د پاکستان پنځه واړو خفيه ادارو افسران لائن حاضر کول پکار دي ۔
عمرايوب دا هم وئيلي چې حکمرانانو د هوش نه کار وانخستو نو په دوي هم دا وخت راروان دے چې دغه خلق به ئي راکاږي، ما دا خبره سپيکر اياز صادق ته هم کړيده ۔
تازه ترین خبرونه
پاکستان تحریک انصاف د جمعې ورځ نه ټول ملک کښې د احتجاج اعلان کړې
څرگندونې نشته2 Mins Read
مخکینۍ مقالهبیرسټر ګوهر او عمر ایوب بزدلان دي،عمران خان