د پي ټي آئي باني عمران خان وئيلي دي چې زه د علي امين ګنډاپور سره ولاړ يم، چې چا د علي امين په په خطاب معافي غوښتې هغه بزدل دي هغوي دې پارټي پريږدي ۔
اډياله جيل کښې خبريالانو سره غيررسمي خبرو کښې د پي ټي آئي باني چيئرمېن اوويل چې د صوبې وزيراعلیٰ علي امين ګنډاپور تيره شپه د اسټيبلشمنټ لخوا نيولې شوي دې او دوي ملک د تباهۍ په لور روان کړېدې ۔
عمران خان وئيلي دي چې هيڅوک دې اسټيبلشمنټ سره خبرې اونکړي، دي ماله دهوکه راکړې،تير وخت کښې مې چرې اسټيبلشمنټ سره د مذاکراتو دروازې نه دي بند کړې، ولي اوس به د اسټيبلشمنټ سره چرې هم خبرې اترې اونکړو ۔
په دې موقع يو خبریال تپوس کړې چې د علي امین ګنډاپور خطاب د بغاوت احساس ورکوي چې تاسو څه وائۍ؟ په دې اړه عمران خان اووئیل چې مونږ کله بغاوت کړيدې؟
هغه اووئيل چې علي امين ګنډاپور د قوم د احساساتو څرګندونه کوي ،د هغه د بيان مکمل حمايت کوم، چې چا هم سنګجاني جلسه کښې د هغه په خطاب معافي غوښتې ، هغوي بزدله دي، دوي دې پي ټي آئي پريږدي ۔
عمران خان اووئيل چې د چيف جسټس قاضي فائز عيسیٰ راوستلو لپاره يو پېكج راوړل شوې دې او دې لپاره قانون جوړیږي ۔
پخواني وزيراعظم اووئيل چې بلوچستان وړاندې نه د لاس نه وتلې دې، دوه آخر څه کول غواړي ؟ ۔
د يادونې وړ ده چې سنګجاني جلسه کښې د وزيراعلیٰ علي امين ګنډاپور صحافيانو ته دهړکو په معامله د پي ټي آئي چيئرمين بيرسټر ګوهر خان او عمر ايوب صخبريالانو نه غير مشروط معافي غوښتې وه ۔