د اسلام اباد ضلعي انتظاميې په څليريشت شرطونو مشتمل اين او سي جاري کړې چې پکښې تحريک انصاف ته د ستمبر په اتمه نيټه د جلسې کولو اجازت ورکړې شويدې ۔
د پاکستان تحريک انصاف ضلعې صدر عامر مغل پخپله د جلسې د اجازت په حقله انتظاميې ته درخواست ورکړې وو، کوم چې د اسلام آباد انتظاميې منظور کړېدې ۔
تحريک انصاف ته د انتظاميي لخوا په څليريشت شرطونو سره اسلام آباد کښې د جلسې کولو اجازت ورکړے شوې او د سرښار انتظاميې دې لړ کښې نوټي فکيشن هم جاري کړېدې ۔
د اين او سي له مخې تحريک انصاف ته به په پسوال روډ سنګجاني کښې د جلسې کولو اجازت وي او کارکنان به هم د انتظاميې لخوا مختص شوې مخصوص روډ استعمالولو سره جلسې ته رسيږي ۔
د نوټيفيکيشن له مخې د خېبرپښتونخوا څخه راتلونكي قافلې به د ايم ون موټروے اے ډبليو ټي انټرچينج له لارې اسلام آباد ته داخليږي او بيا به ورته د پسوال روډ نه د ګاډو د راوستو اجازت نه وي ۔