پنډۍ کرکټ سټيډيم کښې لوبيدلې دوئم ټيسټ ميچ کښې هم بنګله ديش په شپږ وکټو قامي ټيم ته ماتې ورکړې او ټيسټ سيريز کښې ئې وائټ واش کړېدې ۔
د پاکستان طرف نه د يو سل پنځه اتيا رنز هدف د بنګله ديش ټيم څلور وکټو په زيان پورا کړې او سيريز ئې دوه صفر سره په خپل نوم کړېدې ۔
بنګله ديش ټيم د کرکټ تاريخ کښې په اول ځل قامي ټيم خلاف کلين سويپ کړېدې ۔
د مقرره هدف په تعاقب کښې بنګله ديش طرف نه ذاکر حسن څلويښت، نجم الحسن شانتو اته ديرش ،مومن الحق څلور ديرش، شاچمان اسلام څليريشت رنز باندې آؤت کړېدې ۔
مشفيق الرحيم په دوه ويشت او شکيب الحسن يويشت رنز جوړولو سره ناقابل شکست پاتې شوي او د ټيم کاميابۍ کښې ئې لوئې کردار ادا کړېدې ۔
پاکستان لخوا مير حمزه، خرم شهزاد، ابراراحمد او سلمان آغا يو، يو وکټ په خپل نوم کړيده ۔
دې نه وړاندې پاکستان خپل اولني اننګز کښې په دوه سوه څلور اوويا او دوئم اننګز کښې په يوم سل دوه اوويا رنز آؤټ شوې وو ۔
بنګله ديش ټيم اولني اننګز کښې دوه سوه دوه شپيته رنز جوړ کړي وو او د پاکستان يو سل پنځه اتيا رنز هدف ئې څلور وکټو په زيان آسانۍ سره پورا کړېدې ۔
شاندار سنچري جوړولو باندې ليټن داس د ميچ او مهدي حسن مرزا د سيريز بهترين لوبغاړې ګرځولي شويدي ۔
دې نه وړاندې پنډۍ سټيډيم کښې لوبيدلي اولني ميچ کښې هم بنګله ديش قامي ټيم ته شکست ورکړې وو۔