د بلوچستان په پشین ښار کې د پولیسو لاین ته څېرمه په یوه چاودنه کې دوه ماشومان وژل شوي او د پولیسو په ګډون ګڼ کسان ټپیان شوي دي.
د پولیسو په وینا په چاودنه کې د پولیسو لیکې ته څېرمه یو موټر او یو موټرسایکل ویجاړ شوي، په چاودنه کې د ۵ پولیسو په ګډون ۱۲ تنه ټپیان شوي او دوه ماشومان وژل شوي دي. مړي او ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.
ياده دې وي چې تېره مياشت هم د بلوچستان په پشين ولسوالۍ کې په بند خوشدل خان روډ د ترهګرۍ ضد ادارې (سي ټي ډي) موټر په بمي چاودنه کې په نښه شوی و. پوليس وائي چي په دغه چاودنه کښي يو سکيورټي ګارډ ژوبل شوے د کومي چي د سټيشن هاؤس افسر (SHO) سي ټي ډي ژوبل شوي دي۔