يوم آزادۍ په موقع وزيراعظم شهبازشريف قام له تحفه ورکړېده ۔
وفاقي حکومت د پټروليم مصنوعاتو نرخ کښې د کمي اعلان کړېدې ۔
وزارت خزانه لخوا جاري شوې اعلاميې مطابق پټرولوقيمت کښې لټر په سر اته روپې اووه څلويښت پيسې کمې شوېدې ۔
وزارت خزانه وئيلي چې د ډيزلو نرخ کښې في لټر شپږ روپې اوويا پيسې کمې شويدې ۔
اعلاميې ترمخه د کمي نه پس د پټرول نوې قيمت في لټر دوه سوه شپيته روپي او شپږ نوي پيسې مقرر شويدې ۔
دغه شان د ډيزلو نوې نرخ دوه سوه روپې شپږ شپيتۀ روپې او اووه پيسې في لټر مقرر شويدې ۔