افغان ميډيا رپورټس ترمخه طوفاني بارانونو او سيلابونو لوجې د زابل ولايت په شينکۍ اولسوالې کښې ډير ځاني او مالي نقصانات شويدي ۔
زابل ولايت اطلاعاتو محکمې مشر رحمت الله حماد خبري ادارو ته وئيلي چې سيلابونو لوجې مختلف واقعاتو کښې د شپږ ماشومانو پشمول لس کسان مړه شويدي ۔
دوي وئيلي چې سيلابي اوبو لوجې دغه سيمو کښې ګڼ شمير کورونو ته نقصان هم رسيدلي دے ۔
رحمت الله حماد ترمخه متاثره سيمو نه ګڼ شمير کورنۍ محفوظ ځايونو ته منتقل کړي شويدي ۔
د يادونې وړ ده چې د اپريل او مئي مياشت کښۍ هم بارانونو او سيلابونو د زابل ولايت پشمول د افغانستان نورو صوبو کښې په لويه پيمانه ځاني او مالي نقصانونو کړې وو ۔