بنګله ديش کښې د طالب علمانو مطالبات منلو باندې لاس پورې شوېدې ۔
د بنګله ديش صدر شهاب الدين پارليمان تحليل کړې او د بنديوان طالب علمانو او د پخوانۍ وزيراعظمې خالده ضيا فوري رهائۍ حکم ئې هم کړېدې ۔
د تحريک ليډرانو د نوبل انعام يافته ډاکټر محمديونس مشرۍ کښې عبوري حکومت جوړولو مطالبه هم کړېده ۔
طالب علمانو پارليمنټ تحليل کولو لپاره د بنګله ديش صدر شهاب الدين ته الټي ميټم ورکړې وو ۔
عالمي خبر ادارے مطابق صدر د پارليمان تحليل کول مطالبه طلبا تحريک کوارډينيټر ناهد اسلام لخوا جاري شوې ويډيو پيغام نه پس عملي کړېده ۔
بلخوا پروفيسر يونس عبوري حکومت اېډوائزر جوړيدو پيشکش قبول کړې او وئيلي دي چې نن د بنګله ديش د آزادۍ اصل جمهوري ورځ ده ۔ پروفيسر يونس وئيلي چې ډير زر به د پيرس نه بنګله ديش ته روانيږم او د عدليې او آئين پاسداري په هر صورت کښې يقيني کولې شي ۔