د خېبر نيوز د معلوماتو مطابق وزیراعظم شهباز شریف د پټرولیم مصنوعاتو په نرخونو کښې د کمي منظوري ورکړې ده
د وزيراعظم د منظورۍ وروستو د خزانې وزارت د پټروليم مصنوعاتو په نرخونو کښې د کمي اعلان هم کړيدې
په دې لړ كښې د خزانې وزارت لخوا نوټيفيكشن هم جاري كړې شويدې
د جاري شوې نوټيفيکيشن مطابق د پټرولو په نرخ کښې 6 روپۍ 18 پيسې في ليټر کمې شويدې
د خزانې وزارت د نوټيفيکيشن ترمخه د ډيزلو په نرخ كښې في ليټر 10 روپۍ 86 پېسې كمې شوېدې
د نوټيفيکيشن مطابق د خارو د تیلو په نرخ کښې هم 6 روپۍ 32 پيسې کمې شويدې
دغه شان د لائټ سپيډ ډيزل په نرخ کښې هم 5 روپۍ 72 پيسې في ليټر کمې شويدې
ياده دې وي چې د جولائي په پنځلسمه نيټه حکومت د پټرولو په نرخ کښې 9 روپې 99 پيسې او د هائي سپيډ ډيزل په نرخ کښې 6 روپې 18 پيسې زياتې کړې وو چې ورسره د غريب اولس مشکلات هم زيات شوي وو
حکومت د روان مالي کال لپاره د پټرولیم لیوي حد هم د60 روپو نه 70 روپې پورې سيوا کړې وو۔