خېبرپښتونخوا کښې شوې تيز بارانونو لوجې شوې ځاني او مالي نقصاناتو په اړه پي ډي ايم اے رپورټ
تازه رپورټ جاري کړېدې
د پي ډي ايم اے رپورټ مطابق د صوبې مختلفو علاقو کښې تيز بارانونو دوران مختلفو پيښو کښې ديارلس کسان پحق رسيدلي او شپږ نور ژول شويدي
پي ډي ايم اے وئيلي چې پحق رسيدلي کسانو کښې اووه ماشومان، څلور زنانه او دوه نارينه شامل دي
دغه شان ژوبل شوي کسانو کښې يو نارينه، دوه زنانه او دري ماشومان شامل دي
پي ډي ايم اے رپورټ مطابق تيز بارانونو لوجې په مجموعی توګه شپاړلس کورونو ته زيان رسېدلې چې پکښي پنځلس ته جزوي او يو کور په مکمله توګه غورځيدلې دې
رپورټ ترمخه دغه پيښې د صوبې په مختلفو برخو کښې مخې ته راغلي چې پکښې کوهاټ ، باجوړ ، چترال ، دير ،سوات او صوابۍ ضلع شاملې دي
بلخوا تيز بارانونو لوجې د کوهاټ دره آدم خيل علاقه کښې باراني اوبه يو کور ته ورغلي چې لوجې ئې کور کښې اوده د يو خاندان يوولس کسان پحق رسيدلي دي