د پولیسو وينا ترمخه د کرمې ضلعې په مختلفو سیمو بوشهره ،مالي خیل، بالش خیل او خار کلي او پیواړ تري منګل کښې د دوؤ قبیلو ترمينځ د زمکې شخړه په پنځمه ورځ هم جاري ده
د جرګې مشران هم ډز بندۍ کښې تر دې دمه نه دي کامياب شوي
انښتې دوران دواړو قبیلو نه تر اوسه پورې ديرش کسان مړه او يو سل پنځه څلويښت نه زیات کسان ژوبل شویدي
دواړو قبيلو ترمينځ جنګ بندۍ لپاره د امن جرګې کوششونه هم جاري دي ،ولې تردې دمه جرګې ته کاميابي نه ده ميلاؤ شوې
قبائلي مشران حکومت نه غوښتنه کوي چې ضلعي انتظاميه او سیکورټي فورسز ته پکار دي چې د سنجيدګۍ مظاهره اوکړي او جنګ بندۍ لپاره دې سخت ګامونه پورته کړي
دوي وئيلي چې قبائلي مشران به جنګ بندۍ کښې حکومت سره اوګه په اوګه ولاړ وي
بلخوا د کرمې ضلعي ډپټی کمشنر جاویدالله محسود وئيلي چې جرګې د لارې دواړو قبيلو ترمينځ فائربندې کوششونه روان دي، په دغه کوششونو کښې هنګو او اورکزئي امن جرګه هم شامله ده