د خيبر پښتونخوا وزيراعلي علي امين ګنډاپور د بنو پېښې په اړه د جوړې شوې جرګې غوښتنې د اپيکس کمېټۍ مخې ته د وړاندې کولو پرېکړه کړې ده.
د بنو پېښې په اړه جوړې شوې جرګې غړو د وزيراعلي علي امين ګنډاپور سره ليدلي او خپلې غوښتنې يې وړاندې کړې دي.
په وزيراعلي هاؤس پيښور کې د غونډې په مهال وړاندې کړل شوؤ غوښتنو کې د اپريشن قرارداد مخالفت او د وسله والو ډلو ختمول شامل دي.
د جرګې غړو لخوا وړاندې شوي مطالباتو کښې د پوليس اهليت او د شپې ګشت کولو مطالبه هم شامله ده ولې د سي ټي ډي نه د سيکورټي فورسز نه د ترهګرو په ضد د سرچ اپريشن يا کارروائي غوښتنه هم شوې ده۔
د جرګې غړو دغه راز د يادو کسانو د محاکمو د وړاندې کولو غوښتنه وکړه.
د جرګې صدر ناصر خان بنګش جیو نیوز سره خبرو کښې اوویل چې وزیر اعلی زمونږ ټولې غوښتنې واوریدې او ویې ویل چې د غوښتنو په اړه به د اپیکس کمېټۍ غونډه رابللې شي.
ده زياته کړه چې وزيراعلي وويل چې داپکس کميټۍ په غونډه کې به دجرگې ٥ غړي هم برخه اخلي اؤ غوښتنې به يې داپکس کميټۍ په غونډه کې غور کيږي.