اسلام آباد کښې ميډيا سره خبرو کښې مولانا فضل الرحمان دعویٰ کړې چې تحريک انصاف شفاف اليکشن لپاره خېبر پښتونخوا اسمبلي ماتولو او قامي اسمبلۍ نه استعفاګانې ورکولو ته تياره ده
هغه اوئيل چې د جے يو آئي سره مذاکراتو لپاره کامران مرتضیٰ په مشرې کښې کميټي جوړه کړې شوېده ،کميټي به پي ټي آئي سره مشاورت سره حکمت عملي جوړوي
جے يو آئي امير اووئيل چې نورو سياسي ډلو سره اختلافات شته، پي ټي آئي سره تعلقات په معمول روالو، باني پي ټي آئي پشمول په سياستدانانو مقدمات نه دي جوړيدل پکار
مولانا فضل الرحمان اووئيل چې فوج دې اليکشن نه لاتعلقي اختيار کړې هر څه به سم شي،نګران سيټ اپ تصور دې ختم کړې شي، پارليماني او بلدياتي انتخاب يو ځائې کول پکار دي،اوس مارشل لا او ايمرجنسي سره کار نشي چلېدې
هغه مخکښې اووئيل چې حالات او اختيارات د دوي لاس نه وتلي دي،اسټيبلشمنټ دې خپلې پالېسۍ بدلې کړي ولې چې داسې ملک نشي چلېدې، د بنګال پشان اوس دوه صوبې د ملک نه جداکولو حالات پيدا کيږي
بلخوا د پي ټي آئي چيئرمين بيرسټر ګوهر علي د مولانا فضل الرحمان دغه دعوې رد کړې او وئيلي دي چې مولانا سره د پښتونخوا اسمبلې ماتولو او قاميا سمبلۍ نه د استعفاګانو ورکولو په اړه هيڅ خبرې نه دي شوې
بيرسټر ګوهر اووئيل چې د اسمبلې په ماتولو او استعفاګانو په ورکولو نه خو مشاورت شوېدې او نه داسې څه فيصله شوېده