پاکستان د کالعدم تحریک طالبان پاکستان د مشر نور ولي محسود د محاکمه کولو پریکړه کړې ده
تيره ورځ په افغانستان کې د ټي ټي پي د مشر نور ولي محسود يو آډيو ليک افشا شو چې پکې هغه په پاکستان کې د ترهگرۍ لپاره لارښوونې کولې.
پاکستان پرېکړه کړې چې د تحریک طالبان پاکستان مشر نور ولي محسود محاکمه کړي.
تېره ورځ په افغانستان کې د ټي ټي پي د مشر نور ولي محسود ادعا شوې آډیو لیک افشا شو چې په کې هغه په پاکستان کې د ترهګرۍ لپاره لارښوونې کولې.
په پټ کال ريکارډنګ کې نور ولي محسود احمد حسين ته هسپتالونه، حکومتي املاک او سکولونو د ورانولو هدايات ورکوي.
دسرچينو ترمخه اړوندو چارواکو د نور ولي محسود او غضټ حاجي د پټو آډيو ليکو په اړه د فارنزک پلټنو فيصله کړې ده چې د فارنزک رپورټ نه پس به د نور ولي محسود او غضب حاجي خلاف په ملک دننه او بهر سخت قانوني کاروائي کيږي. .
د ټي ټي پي د کالعدم مشر پټ غږ د “سرکاري سکول یا روغتون د ړنګولو” په اړه مخې ته راغلی دی
د امنیتي سرچینو په وینا، په افغانستان کې د نور ولي محسود د شتون او په پاکستان کې د مستقیمو ترهګرو د ملاتړ لپاره به د افغانستان د موقت حکومت پر ضد مظاهرې وشي.
سرچینه زیاتوي، چې له افغان طالبانو څخه به هم وغوښتل شي، چې د پاکستان پر وړاندې د جدي جرمونو او ترهګرۍ په خاطر ترهګر پاکستان ته وسپاري.