سپريم کورټ کښې د ايډهاک ججانو تقررۍ په معامله چيف جسټس قاضي فائز عيسیٰ په مشرې کښې د جوډيشل کميشن اجلاس شوېدې اجلاس کښې د جسټس ريټائرډ سردار طارق مسعود او جسټس ريټائرډ مظهر عالم سپريم کورټ کښې يو کال لپاره ايډهاک جج مقررولو منظوري ورکړې شوېده
اجلاس کښې په څلور واړو نومونو کښې په يو نوم اعتراض نه دې راغلې،ولې جسټس منيب وئيلي چې ټول نومونه معتبر دي، خو ايډهاک ججانو تقرري نه ده پکار
د کميشن نورو اتو ممبرانو اووئيل چې ايډهاک ججان پکار دي، اته واړو ممبرانو اتفاق کړې چې جسټس ريټائرډ مشير عالم او جسټس ريټائرډ مقبول باقر معذرت کړې ،لهذا د هغو تعيناتۍ خبره ختمه شوېده
د آئين آرټيکل يوسل دوه اتيايم لاندې به چيف جسټس کميشن سره مشاورت وروستو او د صدر مملکت منظورۍ نه پس ججانو ته د ايډهاک ذمه وارۍ سنبهالولو باضابطه در خواست کوي
ياده دې وي چې چيف جسټس قاضي فائز عيسیٰ د ايډهاک ججانو تقررۍ لپاره څلور ريټائرډ ججان مظهر عالم مياخيل، مشير عالم، مقبول باقر او طارق مسعود نومونه تجويز ورکړې وو ولې مشير عالم او مقبول باقر ذمه دارې سنبهالولو نه معذرت کړېدې