د اسلام آباد هائيکورټ جسټس ميا ګل حسن اورنګزيب د صنم جاويد د رهائۍ په درخواست سماعت کړېدې
جسټس ميا ګل حسن اورنګزيب وئيلي چې صنم جاويد په سوشل ميډيا نامناسبه ژبه استعمالوي
د صنم جاويد وکيل عدالت ته باور ورکړې چې صنم جاويد به آئنده د پاره نامناسبه ژبه نۀ استعمالوي
اټارني جنرل عدالت ته يقين دهاني ورکړې چې صنم جاويد اوس آزاده ده، او هغې خلاف درج شوې ټولې مقدمې به ختمولې شي
عدالت ټول دلائل اوريدو نه پس د صنم جاويد ګرفتاري غير قانوني ګرځولې او دغه درخواست ئې ختم کړېدې