وفاقي حکومت په پي ټي آئي پابندي لګولو،د باني پي ټي آئي ،پخوانې ډپټي سپيکر قاسم سوري او پخوانې صدر عارف علوي خلاف د آرټيکل سکس لاندې کارروائۍ کولو فيصله کړيده، وزير اطلاعات عطاتارړ وائي چې پاکستان او پي ټي آئي يو ځائے نشي چليدے، بهر ملکونو کښې ناست خلق کوم چي د ملک مخالف هلو ځلو کښې ککړ دې دهغوې پاسپورټونه به هم بلاک کولے شي
وفاقي وزيراطلاعات عطاتارړ پريس کانفرنس دوران وئيلي چې حکومت پي ټي آئي باندې د پابندي لګولو فيصله کړيده، پاکستان او پي ټي آئي نور يو ځائے نشي چليدے،وائي چې دا فيصله د ټول اتحادي جماعتونو سره مشارت ورستو شويده،آئيني شقونو په آړه زمونږ سره پوائنټس موجود دي،غواړو چي ملک کښي سياسي او معاشي استحکام راشي
وزيراطلاعات زياته کړه چي حکومت دپخوانې پي ټي آئي چيئرمين ، پخوانې صدر عارف علوي، او پخوانې ډپټي سپيکر قاسم سوري خلاف د آرټيکل سکس لاندې کارروائيۍ کولو فيصله هم کړيده، وائي چې بهر ملکونو کښې ناست خلق کوم چي د ملک مخالف هلو ځلو کښې ککړ دې ، دهغوې پاسپورټونه به هم بلاک کولے شي
عطاتارړ اوئيل چي د پي ټي آئي فاشسټ حکمران وو، هغوې زمونږ ميندے او خويندے ګرفتار کړې وې،