پيټروليم مصنوعات کښې کمي نه پس مهنګائي په شرح کمې راتلل شروع شوي،
اداره شماريات وائي چې په سالانه بنيادونو باندې هفته وار مهنګائي شرح کښې نهه ويشت اعشاريه پنځه شپيته فيصده کمې راغلې دې.
اداره شماريات د مهنګائي په اړه خپل هفته وار رپورټ شائع کړې دې،رپورټ کښې وئيل شوي چې روانې هفتې دوران څوارلس څيزونه ګران شوي ولې د اولس څيزونه په قيمت کښې کمي راغلې ده ،
رپورټ ترمخه يوې هفتې دوران شلو کلو وړو تروړه څلور څلويښت روپۍ او شپږ ديرشت پيسې،ايل پي جي سلينډر پنځوست روپۍ،چکن شپږ ديرشت روپۍ او د شان د چيني په في کلو کښې په قيمت کښي درې روپۍ کمي ريکارډ شوې ده