کابل کښې د ميډيکل کالجونو سربراهانو سره اجلاس دوران افغان وزير صحت معين بخت الرحمان وئيلي دي چې حکومت په مډ وائفري،نرسنګ ، ډينټل او ليبارټريز شعبو کښې د زنانو په تعليم بنديز لګولې دې ۔
معين بخت الرحمان اووئيل چې ټولو ادارو ته د فيملز سټوډنټس نوي داخلې نه کولو او موجوده تدريسي عمل د ځنډولو هدايت کړېدے ۔
افغان خبري ادارو رپورټ ترمخه د حکومت زياتره چارواکي دې پابندي سره متفق نه دي خو د ملاهيبت الله اخوند لخوا جاري شوي حکم باندې عمل درآمد کولو باندې مجبورا شويدي ۔
دې نه مخکښې طالبانو په عام کالجونو،يونيورسټو او مډل سکولونو کښې په زنانو د تعليم بنديز لګولې وو ۔
بلخوا متحده قامونو،بشري حقونو تنظيمونو او نړي وال ملکونو د طالبانو د دې فيصلې په سختو ټکو کښې مذمت کړېدې ۔