د ګرمی سیوا کیدو سره سم په سرښار پیښور کښی د بجلی داسی لوډشیډنګ شروع کړی شوی، چی د ښار په اکثره علاقو کښی پنځلس شپاړس ګهنټی بجلی غائبه وی،د ښار په ډیرو علاقو کښی خلکو په احتجاج لاس پوری کړی،په ګریډ سټیشنو حملی کول معمول جوړ شوی.
د ګرمی موسم شروع کیدو سره سم د سرښار پیښور په اکثره علاقو کښی د بجلی لوډشیډنګ یو ځل بیا سیوا شوی،ځائی خلکو نه صرف په احتجاج لاس پوری کړی ،بلکه د ښار په اکثره علاقو کښی په ګریډ سټیشنو حملی کول هم معمول جوړ کړی شوی،د لوډشیډنګ سره سره د بجلی د ټریپنګ سلسله هم بیا شروع شوی، چی له وجی ئی د روزانه په بنیاد د صارفینو برقی آلات سوزیدل عام معمول جوړ شوی،په کومو علاقو کښی چی لوډشیډنګ سیوا شوی، هلته د اوبو کمی هم مخی ته راغلی، په خاص توګه په جماتونو او کورونو کښی اوبه د نیشت برابر دی،د یادونی وړ ده چی د بجلی لوډشیډنګ په هغو علاقو کښی هم سیوا شوی، چرته چی خلک سل فیصده د بجلی بلونه ادا کوی او لاسټنګ زیرو لیول دی