کراچۍ کښې د جے يو آئي امير مولانا فضل الرحمان د پيپلز پارټۍ چيئرمين بلاول بهټو سره اهم ليدۀ کاتۀ کړي او بيا ئې په شريکه ميډيا سره خبرې هم کړېدي ۔
په دې موقع مولانا فضل الرحمان اووئيل چې مونږ آئيني ترميم باندې اتفاق کړېدې، او دې کښې د بلاول بهټو زرداري اهم کردار دې ۔
جے يو آئي امير اووئيل چې په آئيني تراميم اتفاق رائے پيدا کولو لپاره به نورو سياسي جماعتونو سره هم ملاقاتونه کولې شي ۔
بلخوا بلاول بهټو زرداري د مولانا فضل الرحمان شکريه ادا کړې او وئيلي دي چې مونږ به په شريکه نورو سياسي جماعتونو مشرانو سره هم ملاقاتونه کوؤ او دا معامله به مشاورت سره حل کولې شي ۔
د پيپلز پارټۍ چيئرمين اووئيل چې دې لړ کښې مونږ له د مسلم ليګ ن صدر او پخواني وزيراعظم نوازشريف د ډوډۍ دعوت هم راکړې ۔
په دې موقع به په آئيني تراميم خبرې هم کولې شي او دا ټراميم به اتفاق رائے سره پاس کولې شي ۔