اسلام آباد کښې د سرمايه کارۍ خصوصي سهولت کونسل اجلاس ته وينا کښې وزيراعظم شهبازشريف وئيلي دي چې نوې کال به د ملک د خوشحالۍ او ترقۍ زيرې راوړي ۔
وزيراعظم اووئيل چې دوه زره اتلسم نه پس ملک کښې په اول ځل ګراني څلور اعشاريه يو فيصد ته راغلې ده، د بجلۍ قيمتونو کښې کافي حده پورې کمې راغلې دې ، د چينۍ او تيلو په سمګلنګ کښې هم ډير حده پورې کمې راغلې دې ۔
شهبازشريف مخکښې اووئيل چې ملک کښې اضافي چيني موجود وه، ولې دا برآمد کړې شوې وه، چې لوجې ئې دملک کښې د چينۍ بحران پيدا شوې وو ۔
دوزيراعظم وينا وه چې دوه زره څليريشتم کښې د وريژو ايکسپورټ سره قامي خزانې ته څلور ارب ډالر راغلي دي ،اوس مونږ ته برآمدات نور سيوا کول دي ،ترقۍ لپاره د برآمدات نور سيوا کولو نه علاوه بله لار نيشته ۔
وزيراعظم شهبازشريف دا هم اووئيل چې د ملک ترقۍ لپاره امن په ځائې کيدل ضروري دي ،دهشتګردي ختمولو نه بغير د ملک ترقي کول ممکن نۀ دي ۔
وزيراعظم دا هم وئيلي چې ترسيلات زر کښې د تير کال مقابله کښې څلور ديرش فيصده اضافه شويده ،سټاک مارکيټ د تاريخ اوچت ترينې سطح باندې دې،دوه زره پنځه ويشتم به د پاکستان د ترقۍ او خوشحالۍ کال وي ۔