د کرکټ ورلډ کپ يو بل اهم ميچ کښې بهارت په درې سوه دوه رنز لوئې مارجن باندې سري لنکا ته شکست ورکړيدې،د بهارت درې سوه، اته پنځوس رنز هدف په تعاقب کښې د سري لنکا ټول ټيم پنځه پنځوس رنز باندې آؤټ شويدې،بهارت طرف نه محمد شامي شاندار باؤلنګ کړې ،پنځه وکټې ئې اخستي او د ميچ بهترين لوبغاړې ګرځولې شويدې.
بهارت کښې جاري د کرکټ ورلډ کپ دري ديرشم ميچ کښې سري لنکا ټاس ګټلې وو او د فيلډنګ فيصله ئې کړې وه
بهارت مقرره اوورونو کښې اته وکټو په زيات درې سوه اووه پنځوس رنز جوړ کړې چې پکښې شُبمين ګِل دوه نوي ، ويرات کوهلي اته اتيااو شيرياس دوه اتيا رنز باندې آؤټ شويدي
سري لنکا طرف نه دلشان شاندار باؤلنګ کړې اوپنځه وکټې ئې په خپل نوم کړېدي
د درې سوه اته پنځوس رنز هدف په تعاقب کښې د سري لنکا ټول ټيم صرف په شلم اوور کښې پنځه پنځوس رنزباندې آؤټ شوې، بهارت په درې سوه، دوه رنز لوئې مارجن سره ميچ ګټلې دې
بهارت طرف نه محمد شامي پنځه، محمد سراج درې او جديجا يو وکټ په خپل نوم کړېده
د سري لنکا پنځه لوبغاړي په صفر آؤټ شوي وو، او ټولو نه زيات رجيتها څوارلس رنز جوړ کړي وو
شاندار باؤلنګ باندې محمد شامي د ميچ بهترين لوبغاړې ګوځولې شويدې
سري لنکا خلاف کاميابۍ سره بهارتي ټيم د ميګا ايونټ مسلسل اوومه کاميابي حاصل کړې او پوائنتس باندې بيا ټاپ پوزيشن ته تلې دې