امريکني حکومت د افغانستان جنګ تحقيقات شروع کړيدي،د امريکې دفاع وزارت پينټاګان ترجمان شان پارنيل وائي چې د تحقيقاتو مقصد افغان جنګ کښې برخه اخستونکي پوځيانو محاسبه کول نه دي بلکه دې جنګ دوران شوي غلطو جائزه اخستل دي ۔
واشنګټن کښې پريس بريفنګ ته وينا په وخت د پينټاګام ترجمان وئيلي دي چې افغانستان نه د امريکني فوج انخلا څلور کاله پورا کيدو په مناسبت صدر ټرمپ د دې جهګړې د تحقيقاتو حکم کړېدې ۔
د شان پارنيل وينا ترمخه يو خصوصي تحقيقاتي ټيم د دې پلټنو لپاره جوړ کړې شوې چې مقصد ئې د ويتنام او بيا افغان جنګ دوران شوي غلطو جائزه اخستل او آئنده لپاره د دا قسمه غلطو نه کيدو مخ نيوي کولو لپاره تګ لاره ټاکل دي ۔
د يوې پوښتنې په جواب کښې د پينټاګان ترجمان ووئيل چې دا تحقيقات افغان جنګ کښې برخه اخستونکي پوځيانو محاسبه کولو لپاره نه دې بلکه د دفاعي نظام د پرمختګ لپاره دې ۔