جنوبي وزيرستان کښې وانا کيډټ کالج باندې د ترهه ګرو حملې اهم تفصيلات مخې ته راغلي، سيکيورټي سرچينو وئيلي دي چې کالج سره نيزدې ودانۍ کښې محصور درې ترهه ګرو خلاف کليئرنس آپريشن جاري دي، ترهه ګرو ته مسلسل د افغانستان نه هدايات ميلاويږي، ټول طالبعلمان محفوظ دي، تيره ورځ حملې وروستو سيکيورټي فورسز جوابي کاروائۍ کښې دوه ترهه ګر وژلي وو ۔
سيکيورټي سرچينو څخه ترلاسه شوي معلوماتو مطابق سيکيورټي فورسز جنوبي وزيرستان کښې وانا کيډټ کالج باندې د ترهه ګرو حمله ناکامه کړې ۔
سيکيورټي ذرائعو مخکښې وئيلي چې دا مهال لږ تر لږه درې ترهه ګر د کالج سره نيزدو ودانۍ کښې محصور دي او دوي خپل انجام ته رسلولو لپاره کاروائي جاري ده ۔
ذرائعو وئيلي چې د محصور ترهه ګرو تعلق د افغانستان سره ښودلې کيږي ځکه چې هغوي ته مسلسل د افغانستان څخه هدايات ميلاويږې ۔
تيره ورځ ترهه ګرو د وانا کيډټ کالج ودانۍ ګيټ سره چاودنه کړې وه چې لوجې ئې د کالج دروازه او نيزدې ودانۍ ته زيان رسيدلې وو ۔
سيکيورټي فورسز جوابي کاروائۍ کښې دوه ترهه ګر وژلي شوي وو، سيکيورټي ذرائع وائي چې حمله کښې د طالبعلمانو ته هيڅ قسمه نقصان نۀ دې رسيدلې ۔

