Close Menu
    تازه ترین خبرونه

    ميجر جنرل فيصل نصير د نيکټا نيشنل کوآرډينيټر مقرر کړې شوې، نوټي فکيشن جاري

    سپتمبر 4, 2026

    کۀ زمونږ جائز غوښتنې نۀ منلې کيږي نو بيا به حکومت ګراؤ،، انقلاب لاؤ تحريک شروع کوؤ، امير جماعت اسلامي

    سپتمبر 4, 2026

    د امنیتي اهلکارانو په خفيه اطلاع کاميابه کاروائي کړې، اتۀ څلويښت ترهه ګر خپل انجام ته رسولې شوي

    سپتمبر 4, 2026

    د پیښور وزیر قلعه پولیس چوکۍ باندې حمله، دوه اهلکاران ژوبل شوي

    سپتمبر 3, 2026

    حکومت دې په پټروليم مصنوعات ليوي ختم کړي او د ډوډۍ او بجلۍ نرخ دې کم کړي، امیر جماعت اسلامي

    سپتمبر 3, 2026
    Facebook X (Twitter) Instagram
    شنبه, سپتمبر 5, 2026
    • قامى خبرونه
    • مهم خبرونه
    • نړۍ
    • کاروبارى خبرونه
    • روغتیا
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube TikTok
    Khyber News Official Website (Pashto) | د خېبر نيوز رسمي وېب پاڼهKhyber News Official Website (Pashto) | د خېبر نيوز رسمي وېب پاڼه
    Beyond All Frontiers
    اردو خبریں ENGLISH NEWS
    • سرپاڼه
    • قامى خبرونه

      ميجر جنرل فيصل نصير د نيکټا نيشنل کوآرډينيټر مقرر کړې شوې، نوټي فکيشن جاري

      سپتمبر 4, 2026

      کۀ زمونږ جائز غوښتنې نۀ منلې کيږي نو بيا به حکومت ګراؤ،، انقلاب لاؤ تحريک شروع کوؤ، امير جماعت اسلامي

      سپتمبر 4, 2026

      د امنیتي اهلکارانو په خفيه اطلاع کاميابه کاروائي کړې، اتۀ څلويښت ترهه ګر خپل انجام ته رسولې شوي

      سپتمبر 4, 2026

      حکومت دې په پټروليم مصنوعات ليوي ختم کړي او د ډوډۍ او بجلۍ نرخ دې کم کړي، امیر جماعت اسلامي

      سپتمبر 3, 2026

      خېبرپښتونخوا، ګلګت بلتستان او آزادکشمير کښې دسيلابي اوبو سيوا کيدو او لينډ سلائيډنګ خطره

      سپتمبر 3, 2026
    • خېبرپښتونخوا
    • پنجاب
    • بلوچستان
    • سندھ
    • افغانستان

      وزارت اطلاعات د افغان طالبانو لخوا د پاکستان نه وسلو سمګلنګ دعوې رد کړي

      اگست 9, 2026

      پیښور هائېکورټ د افغانستان دوه پخواني فوجي جرنیلانو ته پاکستان کښې سياسي پناه ورکولو نه انکار کړې

      اگست 6, 2026

      انساني بنيادونو باندې شپاړس زره قانوني دستاويزات لرونکي افغان کډوالو قيام کښې توسيع فيصله

      جولای 30, 2026

      افغانستان کښې بدخشا او زیبک سيمو کښې د طالبانو او مخالفينو ترمينځ انښتې،د طالبانو پنځلس فوجيان مړۀ شوي

      جولای 24, 2026

      افغانستان کښې آپريشن دوران د عام خلقو د وژنې تورونه،پاکستان دايمنسټي انټرنيشنل رپورټ ردکړې

      جولای 23, 2026
    • انټرټېنمنټ خبرونه

      نامتو ټک ټاکره ثنا جاويد عرف آؤټ لوفره اسلام آباد کښې وژلې شوې

      مارچ 22, 2026

      اسلام آباد کښې د اجمل خټک مرحوم د شپاړسم تلین په مناسبت تعزیتی او ادبي غونډه

      فبروري 10, 2026

      زۀ خپل خاوند هيچا ته نشم ورکولې، ثنا جاويد باندې په سوشل ميډيا سختې نيوکې

      جنوري 1, 2026

      قائداعظم پوهنتون اسلام آباد کښې ”ګلونه او رنګونه“ په نوم د پښتو خوندوره مشاعره

      نوومبر 6, 2025

      د قامي ټيم نامتو سپنر باؤلر ابرار احمد هم وادۀ اوکړو

      اکتوبر 5, 2025
    Khyber News Official Website (Pashto) | د خېبر نيوز رسمي وېب پاڼهKhyber News Official Website (Pashto) | د خېبر نيوز رسمي وېب پاڼه
    Home » اسلام آباد کښې جوډيشل کمپليکس نه بهر خودکش حمله، دولس کسان پحق رسيدلي،اووۀ ويشت ژوبل
    سر خبر

    اسلام آباد کښې جوډيشل کمپليکس نه بهر خودکش حمله، دولس کسان پحق رسيدلي،اووۀ ويشت ژوبل

    نوومبر 11, 2025Updated:نوومبر 11, 2025څرگندونې نشته3 Mins Read
    Facebook Twitter Email WhatsApp
    Islamabad: Five killed, twelve injured in suspected suicide attack outside Sector G-11 Judicial Complex
    پمز هسپتال ته د دولس کسانو مړي او شل نه زيات ژوبل کسان منتقل کړې شوي، ذرائع
    Share
    Facebook Twitter Email WhatsApp

    سرښار اسلام آباد کښې د سيکټر جي اليون جوډېشل کمپليکس نه بهر خودکش حمله شوې، پوليس وئيلي چې حمله کښې دولس کسان شهيدان او  اووۀ ويشت نور سخت ژوبل شويدي،پولیس  ترمخه د پيښې ځائې نه د خودکش حمله آور سر هم ميلاؤ شويدې، ژوبل شوي کسانو کښې وکيلان او پوليس اهلکاران هم شامل دي ۔

    اسلام آباد: پوليس چارواکو وئيلي دي چې اسلام آباد کښې د جي اليون سيکټر جوډيشل کمپليکس نه بهر خودکش حمله شوې ده ۔

    د پوليس چارواکو بيان کښې وئيلي شوي چې پيښه کښې دولس کسان پحق رسيدلي او شل نور سخت ژوبل شويدي، د حملې د ځائې نه د خودکش حمله آور سر هم ميلاؤ شوېدې ۔

    ژوبل کسانو کښې وکيلان او پوليس اهلکاران هم شامل دي ، ژوبل کسانو کښې د بعضو حالت مرګونې ښودلې شوي، خودکش حملې وروستو پمز او نور هسپتالونو کښې ايمرجنسي نافذ کړې شوې او د خودکش حملې ځائې هم سيل کړې شويدې ۔

    د داخله چارو وفاقي وزير محسن نقوي د پيښې د ځائې دوره کړې او خبريالانو سره ئې خبرې هم کړېدي ۔

    داخله وزير محسن نقوي وئيلي چې چاودنه کښې دولس کسان شهيد او اووۀ ويشت نور ژوبل شويدي، شهيدانو او ژوبل کسانو کښې وکيلان او سائيلين هم شامل دي ۔

    داخله وزير مطابق خود کش بمبار د سيکيورټۍ لوجې کچهرې ته نۀ وو داخل شوې، او بيا پارکنګ کښې ډير وخت پورې ولاړ وو،دې دوران حمله آور د پوليس ګاډي باندې ځان الوزولې ،د فول پروف سيکيورټۍ لوجې حمله آور کچهرو ته نۀ وو ننوتې ۔

    بلخوا د اسلام آباد جوډيشل کمپليکس باندې د حملې ابتدائي رپورټ مخې ته راغلې، تحقيقاتي ادارو خپل رپورټ کښې وئيلي چې خودکش حمله آور باجوړ کښې اوسيدو

    رپورټ مطابق د جمعې په ورځ اسلام آباد ته راغلې وو،او بيا د پير ودهائي نه په موټرسائيکل جوډيشل کمپليکس ته راغلې وو ۔

    د اسلام آباد پوليس انسپکټر جنرل  وئيلي چې خودکش حمله کښې اتۀ کلو ګرام بارودي مواد استعمال شوي، رپورټ ترمخه حمله آور يواځې وو ۔

    وزيراعظم شهبازشريف د اسلام آباد خودکش حملې غندنه کړې او د پلټنو حکم ئې کړېدې، خپل بيان کښې وزيراعظم وئيلي چې د ټول قام همدردۍ د پيښې شهيدانو اهل خانه سره دي ۔

    وزيراعظم هدايت کړې چې ژوبل کسانو ته دې بهترين طبي سهوليات ورکړې شي ، او وئيلي دي چې حمله کښې ککړ ترهه ګر او د هغوي سهولت کار به خپل انجام ته رسولې شي ۔

    صدر مملکت آصف علي زرداري ،د صوبو ګورنرانو او وزرائے اعلیٰ اسلام آباد جوډيشل کمپلکس چاودنې مذمت کړې او قيمتي ځانونو په نقصان ئې د افسوس اظهار کړېدې ۔

    خپل بيانونو کښې صدر او نورو چارواکو وئيلي دي چې دا قسمه بزدلانه حملۍ د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره حکومتي عزم نشي کمزورې کولې ۔

    شریکول Facebook Twitter Email WhatsApp
    مخکینۍ مقالهوانا کيډټ کالج باندې حمله کښې ککړ درې ترهه نيزدې ودانۍ کښې محصور ،د سيکيورټي فورسز کاروائي جاري
    بله مقاله جنوبي وزيرستان: وانا کيډټ کالج حمله،ټول کيډټس او استاذان ريسکيو، درې ترهه ګرو خلاف آپريشن جاري
    Arshad khan

    مربوطه لیکنې

    ميجر جنرل فيصل نصير د نيکټا نيشنل کوآرډينيټر مقرر کړې شوې، نوټي فکيشن جاري

    سپتمبر 4, 2026

    کۀ زمونږ جائز غوښتنې نۀ منلې کيږي نو بيا به حکومت ګراؤ،، انقلاب لاؤ تحريک شروع کوؤ، امير جماعت اسلامي

    سپتمبر 4, 2026

    د امنیتي اهلکارانو په خفيه اطلاع کاميابه کاروائي کړې، اتۀ څلويښت ترهه ګر خپل انجام ته رسولې شوي

    سپتمبر 4, 2026
    ځواب دلته پرېږدئ Cancel Reply

    مونږ پسی راځه
    • Facebook
    • YouTube
    • TikTok
    • Twitter
    • Instagram
    • WhatsApp
    Live Streaming
    تازه ترین خبرونه

    ميجر جنرل فيصل نصير د نيکټا نيشنل کوآرډينيټر مقرر کړې شوې، نوټي فکيشن جاري

    سپتمبر 4, 2026

    کۀ زمونږ جائز غوښتنې نۀ منلې کيږي نو بيا به حکومت ګراؤ،، انقلاب لاؤ تحريک شروع کوؤ، امير جماعت اسلامي

    سپتمبر 4, 2026

    د امنیتي اهلکارانو په خفيه اطلاع کاميابه کاروائي کړې، اتۀ څلويښت ترهه ګر خپل انجام ته رسولې شوي

    سپتمبر 4, 2026

    د پیښور وزیر قلعه پولیس چوکۍ باندې حمله، دوه اهلکاران ژوبل شوي

    سپتمبر 3, 2026
    سرلیکونه
    قامى خبرونه سپتمبر 4, 2026

    ميجر جنرل فيصل نصير د نيکټا نيشنل کوآرډينيټر مقرر کړې شوې، نوټي فکيشن جاري

    ميجر جنرل فيصل نصير د نيکټا نيشنل کوآرډينيټر مقرر کړې شويدې، اسټيبلشمنټ ډويژن دې د…

    کۀ زمونږ جائز غوښتنې نۀ منلې کيږي نو بيا به حکومت ګراؤ،، انقلاب لاؤ تحريک شروع کوؤ، امير جماعت اسلامي

    سپتمبر 4, 2026

    د امنیتي اهلکارانو په خفيه اطلاع کاميابه کاروائي کړې، اتۀ څلويښت ترهه ګر خپل انجام ته رسولې شوي

    سپتمبر 4, 2026
    ډیر لیدل شوی

    وزيراعظم د بجلۍ سهولت ييکج اعلان کړې،کورني صارفنيو لپاره به بجلي په شپږ ويشت روپې في يونټ وي

    نوومبر 8, 2024124 Views

    پېښور کښې د منکي پاکس نور پنځه شکمن کيسونه رپورټ شوي

    اگست 31, 2024122 Views

    د پښتنون کلتور ورځ،ګورنر پښتونخوا فيصل کريم کنډي دپښتنو صحافيانو تنظيم پي جے اے کابينې غړو نه حلف اخستې

    سپتمبر 23, 2024109 Views
    د مدیر انتخاب

    ميجر جنرل فيصل نصير د نيکټا نيشنل کوآرډينيټر مقرر کړې شوې، نوټي فکيشن جاري

    سپتمبر 4, 2026

    کۀ زمونږ جائز غوښتنې نۀ منلې کيږي نو بيا به حکومت ګراؤ،، انقلاب لاؤ تحريک شروع کوؤ، امير جماعت اسلامي

    سپتمبر 4, 2026

    د امنیتي اهلکارانو په خفيه اطلاع کاميابه کاروائي کړې، اتۀ څلويښت ترهه ګر خپل انجام ته رسولې شوي

    سپتمبر 4, 2026
    خېبر نيوز
    خېبر نيوز

    خېبر نيوز د پښتو ژبې هغه وړومبے چېنل دے کوم چې تاڅو ته څليريشت ګېنټې تازه ترين خبرونه او جاري امورو باندې څېړنې درکوي. دا چېنل کال دوه زره اووۀ کښې په شپاړسمه جولائي شروع کړے شوے او ډېره لږه موده کښې تېزۍ سره د خپرونې د شهرت څوکې ته رسېدلے دے.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube TikTok
    خېبر نيوز © 2026 . ټول حقونه ساتل دي
    • سر پاڼه
    • خېبرپښتونخوا
    • انټرټېنمنټ خبرونه
    • بلوچستان

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.