نيويارک کښې د متحده قامونو جنرل اسمبلۍ ته د امريکائي صدر په حيث خپل آخري خطاب کښې جو بائيډن وئيلي چې د هر ملک حق دې چې هغه يقيني کړې چې بل هيڅوک پرې حمله اونکړي ۔
جوبائيډن اووئيل چې د مدوؤ رياستونو قيام د فلسطين د مسئلې يواځنې حل دې، او فلسطينيانو ته په خپل رياست کښې د اوسيدو پورا حق حاصل دې ۔
امريکائي صدر اووئيل چې د غزه صورتحال ډير خراب دې ولې بيا هم سفارتي حل ممکن دې ،بائد دې لپاره کوششونه تيز کړې شي ۔
جوبائيډن اووئيل چې مشرق وسطیٰ جنګ نور خوريدل اوس د هيچا په حق کښې نه دي، غزه کښې په زرګاؤ وګړي او اسرائيلي قيد فوجيان ډير مشکلاتو سره مخ دي ۔
هغه مخکښې اووئيل چې امريکه د سلامتي کونسل د توسيع په ځق کښې ده، اوس وخت راغلې چې متحده قامونه نړۍ کښې د امن قيام طرف ته واپس شي ۔