امريکي کښي د پاکستان سفير مسعود خان په واشنګټن انتظاميه زور راوړے چي د آپريشن عزم استحکام کاميابۍ لپاره دي پاکستان ته جديد آلات او وسله ورکړي ، پاکستاني سفير په ډاګه کړي چي د منطقي سلامتيا او ترهه ګرۍ مکمل ختمون لپاره پاکستان سره د امريکي مرسته ضروري ده.
پاکستاني سفير مسعود خان واشنګټن کښي ولسن سينټر کښي امريکي پاليسي سازو ، سکالرز ، دانشورانو او کارپوريټ مشرانو ته خپل خطاب کښي وئيلي چي د ترهه ګرۍ نيټ ورک خلاف عزم استحکام آپريشن شروع شوے ، دي لپاره جديد وړي وسلي او مواصلاتي نطام ضرورت دے ۔
د سوال ځواب سيشن دوران مسعود خان وينا وه چي د آپريشن عزم استحکام په دريو حصو مشتمل دے ۔ نظرياتي ، معاشرتي او آپريشنل ۔ ددي په دوه مرحلو کار شروع شوے او په دريمه مرحله به ډر زر عملدرآمد اوشي ۔
پاکستاني سفير د امريکي او پاکستان ترمينځه په فوځي همکارې زور راوړے ، هغه زياته کړه چي مرستي د منطقي سلامتيا او ترهه ګري مکمل ختمون لپاره ضروري دي ۔