شپږ ويشتم آئيني ترميم باندې د رجسټرار آفس په اعتراضاتو خلاف سپريم کورټ کښې سماعت شوې او چيف جسټس قاضي فائز عيسیٰ مشرۍ کښې درې کسيزه عدالت سماعت کړيدې ۔
سپريم کورټ دغه درخواست واپس اخستو نه پس خارج کړېدې ۔ سماعت پرمهال د درخواستګزارو وکيل حامد خان ايډووکيټ عدالت کښې پيش شوې وو۔
حامد خان عدالت ته اووئيل چې مونږ د دغه درخواست واپس اخستو فيصله کړې ده ،دې لړ کښې زۀ د ټول درخواست ګزارانو لخوا عدالت کښې پيش شوې يم ۔
په دې موقع چيف جسټس قاضي فائز عيسیٰ اووئيل چې درخواستونه واپس اخستو لپاره وکيل انګيج کړې شوې دې ۔دا خبره خو زبيري صېب هم پخپله کولې شوه ۔
د حامد خان مؤقف خپل کړې چې د ټولو درخواست ګزارو شريکې فيصلې نه پس دغه درخواست واپس اخستو فيصله شوې ده ۔