پيښور هائيکورټ د ملټري کورټ سزاګانو خلاف دائر کړے شوي درخواستونه خارج کړي او د ملټري کورټ سزاګانې درست ګرځولي دي ملټري کورټ يو ملزم ته عمر قيد، يو ته شل کاله او دريم ملزم ته د شپاړس کالو قيد سزا ورکړيده ۔
د پيښور هائيکورټ په جسټس صاحبزاده اسدالله او جسټس فضل سبحان مشتمل دوه کسيزه بنچ د ملټري کورټ سزاګانو خلاف کيس سماعت کړې، په کوم کښې چې عدالت ملزمانو ته د ملټري کورټ لخوا ورکړے شوي سزاګاني صحيح ګرځولي دي ۔
عدالت د ملټري کورټ سزاګانو خلاف دائر کړے شوي دري درخواستونه خارج کړيدي، د ايډيشنل اټارني جنرل ثناالله وينا ده چې ملټري کورټ ملزمانو ته سزاګانې د قانون مطابق ورکړي او هغوي د مجسټريټ مخې ته اقبال جرم هم کړيدے ۔
ايډيشنل اټارني جنرل وينا ده چې دملزمانو تعلق د کالعدم تنظيم سره دې چې په هغو کښې يو ملزم ته عمر قيد دويم ته شل کاله او دريم ته د شپاړس کالو قيد سزا ورکړے شويده ۔