د جميعت علما اسلام امير مولانا فضل الرحمان پيښور کښې د الياس بلور لاس نيوه کړې او د ارواښاد بخښانې لپاره ئې د هغه ورور غلام احمد بلور ته تعزيت او فاتحه خواني هم کړې ده ۔
تعزيت نه پس ميډيا سره خبرو کښې مولانا فضل الرحمان وئيلي چې بلور خاندان سره زمونږ ډېر ښه تعلق دې، الله تعالیٰ دې د الياس بلور په قبر کروړونو په حساب رحمتونه نازل کړي ۔
مولانا فضل الرحمان اووئيل چې خېبر پښتونخوا تير پنځلس کالو راهسې د امنيت خبراب صورتحال نه تيريږي ،د صوبې خلق په سخت مشکلاتو کښې دي، ولې د صوبائي حکومت ټوله توجه په سياست ده ۔
د جے يو آئي امير اووئيل چې شپږ ويشتم آئيني ترميم نه پس شوې قانون سازۍ سره د خپل ملک خلق مشکوک جوړ کړې شويدي ۔
هغه اووئيل چې دې ترميم نه شق اتم ويستلې شوې او دې نه پس داسې قانون کړې شوې چې ورسره د بشري حقونو خلاف ورزي کيږي ۔
مولانا فضل الرحمان زياته کړه چې دغې قانون سازۍ سره نن هر يو کس نوي ورځوپورې حراست کښې ساتلې کيديشي ۔