جي ايچ کيو کښې د يومِ دفاع و شهدا مرکزي دستورې ته خپله ويناکښې وزيراعظم شهبازشريف وئيلي چې يوم دفاع زمونږ د قامي شناخت يو عظيمه حواله ده ۔ دا ورځ د ټولو شهدا د قربانو يادونه تازه کوي ۔
وزيراعظم اووئيل چې شهدا د ملک او قام لپاره د خل ځانونو قربانۍ ورکړي، او دوي له چې څومره هم خراج تحسين وړاندې شي، دومره به کم وي ۔
وزيراعظم شهبازشريف وئيلي چې قانون نافذ کونکې ادارې به د ترهه ګرو ختمولو پورې آپريشنونونه جاري ساتي ۔
وزيراعظم مخکښې اووئيل چې پاکستان زمونږ د ټولو دې، د خپل وطن حفاظت ،ترقي او خوشحالي زمونږ د ټولو شريکه او يو شان ذمه واري ده ۔
وزيراعظم زياته کړې چې مونږ خپلو ګاونډيانو سره پرامن او باوقار اړيکې ساتل غواړو ،ولې په خپلې آزادۍ،عزت او مفاداتو به هيڅ سمجهوته اونکړو ۔
هغه اووئيل چې مو څو څو ځله خپل دښمن ته شکست ورکړېدې، ولې د دوي ارادې نن هم وطن عزيز لپاره خطره ده ۔