اسلام آباد: وزير خزانه محمد اورنګزيب وئيلي دي چې وفاقي وزارتونو د اتيا ادارو شميره څلويښت ته راکمه کړې شويده، يو نيم لک پورې اساميانو کښې شپيتۀ فيصده پورې ختم کړې شوي، دا ټولې هاغه اساميانۍ دي په کومو چې بهرتيانې نۀ وې شوې ، اوس به په دې اسامو بهرتۍ نۀ کيږي ۔
اسلام آباد کښې خبري غونډې ته وينا کښې وفاقي وزير خزانه وئيلي چې د دوه وزارتونو ضم کولو فيصه هم شويده، وفاقي سره دري څلويښت وزارتونه دي او خرچه ئې نهه سوه ارب روپې ده، دا خرچه به اوس کمولې شي ۔
محمد اورنګزيب اووئيل چې وفاقي سره دري څلويښت وزارتونه دي، او د دې څلور سوه ذيلي ادارې دي، او په دې ټولو باندې خواؤشا نه سوه اربه روپې خرچه کيږي ۔
محمد اورنګزيب اووئيل چې اوس مونږ قدم اخستې چې دا خرچې به څنګه کموؤ،او د اولس پيسه به په کومه طريقه بچ کوؤ، مونږ اول د بعضې وزارتونو سيکريټريز او د ذيلي ادارو مشران راغوښتي او هغي نه مو د خرچو کمولو تپوسونه کړېدي ۔
وفاقي وزير اووئيل چې روان مالي کال ختميدو پورې به د ټول وزارتونو رائټ سائزنګ کار مکمل کولې شي ،اخراجات کمول او د ادارو کارکردګي بهتر ساتل حکومت لپاره ډېر ضروري دي ۔
هغه دا هم اووئيل چې د اتلسم ترميم مقصد هم دغه وو چې صوبو ته ټول اختيارات او وسائل ورکړې شي ، او اوس مونږ غواړو چې دغه عمل فوري مکمل کړې شي ۔