پيښور: د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ اجلاس د پينل آف چيئرمين ادريس ختک په مشرې کښې شوې چې پکښې سيرت النبي صل الله عليه وسلم د مضمون په توګه نصاب کښې شاملولو قرارداد منظور شوې دې ۔
حکومتي غړې عبدالسلام دغه قرارداد ايوان کښې پيش کړې ، چې پکښې مطالبه شوې چې ځوان کول سيرت النبي صل الله عليه وسلم باندې پوهه کولو لپاره دې دا نصاب کښې شامل کړې شي ۔
قرارداد کښې وئيلي شوي چې د سکولو ماشومان دې د خوږ نبي عليه السلام د سيرت مبارک نه پوهه کړې شي او دې لړ کښې نصاب کښې هم شامل کړې شي ۔
خيبر پښتونخوا اسمبلۍ دغه قرارداد په متفقه منظور کړې دې ۔ ايوان کښې د صوبائي کابينې او سيکيورټي صورتځال باندې هم بحث شوې دې ۔