سنچورين کښې جاري د اولني ټيسټ ميچ اولنې ورځې لوبه ختم شوې، او قامي ټيم خپل وړومبي اننګز کښې دوه سوه يوولس رنز باندي آؤټ شويدې ۔
پاکستان طرف نه کامران غلام ټولو نه زيات څلور پنځوس رنز باندې آؤټ شويدې ،عامر جمال اته ويشت، محمد رضوان اووه ويشت، سلمان آغا اتلس، کپتان شان مسعود اوولس،صائم ايوب څوارلس اوبابراعظم په څلور رنز باندې آؤټ شويدې ۔
جنوبي افريقې طرف نه پېټرسن پنځه او کاربن بوچ څلور وکټې اخستې دي، د وړومبۍ ورځې لوبي ختميدو پورې جنوبي افريقې درې وکټو په زيان دري اتيا رنز جوړ کړېدي ۔
جنوبي افريقې ته د پاکستان اولني اننګز سکور مکمل کولو لپاره مزيد د يو سل نهه ويشت رنز ضرورت دې ۔
پاکستان طرف نه خرم شهزاد دوه او محمد عباس يو وکټ په خپل نوم کړېده ۔