پيښور کښې د محکمه ايکسائز د ګاډو د يونيورسل نمبر پليټ حوالې سره دستوره شوي،د کومې پرانسته چې وزيراعلیٰ خېبر پښتونخوا علي امين ګنډاپور پخپله کړيده ۔
دستورې ته خپله وينا کښې وزيراعلیٰ وئيلي چې په سرکاري چارو کښې د ډيجيټلائزيشن سره نه صرف په محکمو کښې شفافيت راتلے شي بلکه دې سره به اولس ته بهترخدمت فراهمي هم يقيني شي ۔
وزيراعلیٰ زياته کړې چې په سرکاري او په خاصه توګه په محکمه ايکسائز کښې د آن لائن ټيکس سسټم او د موټر وهيکل رجسټريشن سسټم سره به اولس ته آسانۍ په لاس ورشي ۔
وزيراعلیٰ دا هم وئيلي چې صوبه کښې د منشياتو مخنيوي لپاره صوبائي حکومت عملي کار شروع کړے،او د محکمه ايکسائز نارکاټيکس کنټرول محکمې سره به نور هم د دې مخنيوې آسان شي ۔