پاکستان کرکټ بورډ د انګلينډ خلاف دوئم او دريم ټيسټ ميچ لپاره شپاړس لوبغاړو باندې مشتمل د قامي سکواډ اعلان کړې چې پکښې څلور اهم ترين لوبغاړي ډراپ کړې شويدي ۔
د قامي کرکټ ټيم سليکشن کميټۍ رکن عاقب جاويد وئيلي چې دغه لوبغاړو ته د انګلينډ خلاف پاتې دوه ټيسټونو دوران آرام ورکړې شويدې ۔
انګلينډ خلاف دوئم او دريم ټيسټ لپاره اعلان شوې سکواډ کښې کپتان شان مسعود، محمد رضوان، سلمان علي آغا، سعود شکيل، عبدالله شفيق، عامر جمال، حسيب الله، کامران غلام، مير حمزه، مهران ممتاز، محمد علي،محمد هريره، صائم ايوب، نعمان علي، ساجد خان او زاهد محمود شامل دي ۔
پي سي بي وئيلي چې دغه لوبغاړي ته آرام ځکه ورکړې شوې چې بيا دوي تازه دم شي او واپس قامي ټيم جوائن کړي ۔
پي سي بي وئيلي چې بابراعظم يو بهترين بېټر دې،او مونږ غواړو چې هغه د آرام نه پس تازه وي او د وړاندې پشان په ښه ډول يو ځل بيا د قامي ټيم نمائندګي اوکړي ۔