سينيټ اجلاس دچئيرمين يوسف رضاګيلاني په مشرۍ کښې شوې چې پکښې وفاقي وزير قانون اعظم نذير تارړ سينيټ ته شپږويشتم آئيني ترميمي بل وړاندې کړې وو ۔
وزير قانون ايوان ته اووئيل چې بل دې سينيټ کښې دضمني ايجنډې په توګه زير غور راوستې شي، د دې روستو دترميم شق وار منظورۍ عمل شروع شوې وو ۔
چئيرمين سينيټ د لابيز خالي کولو هدايت اوکړو او د آئيني بل کاپيانې د سينيټ موجود اراکينو کښې تقسيم کړې شوې ۔ ، دې سره د ايوان بالا لابيز هم بند کړې شول ۔
دې دوران اپوزيشن د رانا ثنا الله او اټارني جنرل ايوان نه بهر ويستلو مطالبه اوشوه ، په دې اسحق ډار اووئيل چې ايوان کښې کښيناستل د دوي حق دې ۔
روستو دترميمي بل شق وار منطورۍ لپاره د ووټنګ عمل ترسره شو، دې عمل کښې حکومت ته پنځه شپيته ووټونه ميلاؤ شو ولي د اپوزيشن څلور ارکانو مخالفت کښې رائے ورکړه ، دي اپوزيشن ارکانو کښې د پي ټي آئي علي ظفر ، عون عباس پبي ، حامد خان او علامه ناصر عباس شامل وو ۔
د ايوان بالا غونډه کښې حکومت ته ترلاسه شوي مطلوبه پنځه شپيته ووټونو کښې څليريشت دپيپلز پارټۍ ،نورلس د مسلم ليګ ن او د جے يو آئي پنځه ارکان شامل وو ۔
دغه شان د بلوچستان عوامي پارټۍ څلور آزاد سينيټرانو او د ايم کيو ايم پشمول د اتحادي جماعتونو سينيټرانو هم په شپږ ويشتم آئيني ترميمي بل د حکومت ملګرتيا کړيده ۔
او دغه شان سينيټ غونډه کښې د شپږ ويشتم آئيني ترميمي بل اکثريت سره منظور ورکړې شويده ۔