فيلډ مارشل عاصم منير وئيلي دي چې قانون نافذ کوؤل يو مقدس امانت دې، پاک فوځ به هميشه د پوليس سره اوږه په اوږه ولاړ وي، يو مضبوط، پيشه ور او اولس دوسته پوليس داخلي سلامتيا او قانون سرلوړي لپاره ضرورې وي ۔
اسلام آباد: د پاک فوج اطلاعاتو شعبې له لوري جاري شوې بيان مطابق چيف آف ديفنس فورسز، فيلډ مارشل عاصم منير د پوليس اکيډمي اسلام آباد دوره کړيده، د پوليس دستې آرمي چيف ته ګارډ آف آنر وړاندې کړيدې ۔
په دې موقع چيف آف ډيفنس فورسز او فيلډ مارشل سيد عاصم منير د شهيدانو په يادګار ګلونه کيښودي او فاتحه خواني ئې کړيده ۔
آئي ايس پي آر وائي چې فيلډ مارشل د امن قيام او قانون بالادستي لپاره د خپل ژوند قرباني ورکوؤنکي اهلکارو ته خراج عقيدت وړاندې کړې، او د جرمونو او ترهه ګرې مخنوي لپاره ئې د پوليس قربانۍ ستائيلي دي ۔
په دې موقع فيلډ مارشل عاصم منير وئيلي دي چې قانون نافذ کوؤل يو مقدس امانت دې، پاک فوځ به هميشه د پوليس سره اوږه په اوږه ولاړ وي ۔
چيف آف ډيفنس فورسز وينا وه چې يو مضبوط، پيشه ور او اولس دوسته پوليس داخلي سلامتيا او د قانون سرلوړي لپاره ضرورې وي

