کرک کښی کورنۍ شخړې باندې يو کس ناتاره ډزې کړي، چې پکښې دوه زنانه پشمول شپږ کسان مړۀ شويدي، پولیس مطابق فاروق نومي کس په خپل کور کښې ورور،خپله کور ودانه او د کور څلور نور کسان په ډزو وژلي دي ۔
پوليس چارواکو وينا مطابق د کرک غنډي میر خانخیل سیمه کښې کورنۍ شخړه رامخې ته شوې چې پکښې فاروق نومي کس د خپل کور په کسانو ناترڅه ډزې کړيدي ۔
پوليس وئيلي چې پيښه کښې د ملزم فاروق کور ودانه،د هغۀ دوه وروڼه، لور او روندار پحق رسیدلي دي،وئیل شوي چې په وژل شوي کسانو کښې د درې میاشتو ماشومه هم شامله ده ۔
د پيښې نه پس پولیس متاثره سیمې ته رسیدلی او تحقېقات ئې پېل کړي دي ۔

