تيره ورځ د ضلع خيبر وادي تيراه کښې د پاک فوج نورو ځوانانو سره د کاټلنګ اوسيدونکې الطان خان هم شپيد شوې وو ۔
د شهيد شوې ځوان الطاف خان د کاټلنګ تحصيل مته سيمه کښې فوجي اعزاز سره خاورو ته سپارلې شويدې ۔
جنازه کښې د شهيد خپل خپلوانو، د پاک فوج افسرانو او د علاقې خلقو ګنړ شمير کښې ګډون کړېدې ۔
د پاک فوج چاک و چوبند دستې شهيد ته سلامي پيش کړې او په قبر ئې ورله ګلدسته هم ايښودې ده ۔
د شهیدکورونۍ خپلو خبرو کښی وئيلي چې هغوې د الطاف خان په شهادت فخر کوي ۔
دوي وئيلي چې چې شهيد الطاف خان د خپل خوږ وطن دپاره د خپل سر قربانی ورکړيده ۔
دوي دا هم وئيلي چې شهيد الطاف خان زمونږ سرونه د فخر نه ډير لوړ کړيدي ۔